ایکنانیوز د فارس له قوله راپورراکړ، د القسام کنډکونو په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، د خان یونس ښار په ختیځ کې واقع عیسان الکبیره سیمې کې په یوه ماین چاودنې کې اوه صهیونیسټي پوځيان هلاک کړل.
د اسرائيلي پوځیانو او جنګي الوتکو له دوامدارو جنایتونو او بې آمانه حملو له دوام سره په یووخت د فسطین مقاومتي چورلیز مبارزانو له نیواکګرانو سره مقابله لاپیاوړې کړې ده او هماغه شان د اسرائیلي پوځ هلاکتونه مخ په زیاتیدا دي ، داسې چې دتل ابیب رسندوئي ټولنې وائي ا صلی مرګ ژوبلې له اعلان شوو شمیرنو ډیرې زیاتې دي. چې البته امریکائي او لویدیځي رسانئ هم د دقیق شمیر له ښودلو ډډه کوي.
بل خبر دا چې د لبنان حز ب ا.. غورځنګ مبارزانو هم بیګا دسورئې په جولان لوړو کې د صهیونیسټي پوځيانو پر یوه غونډ دتوغندوي حلې خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ، د سورئې په نیواکي جولان کې د صهیونیسټي عسکرو د پوځ کیله غونډ د مبارزانو د توغندیو په باران کې پټ شوی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي .
ددغه راپور په اساس ، دغه غونډ د لبنان د پولې په پنځلس کلومیټرۍ کې دی چې د لومړي ځل لباهر د حزب ا... غورخنګ دمبارزانو د توغندیو په شیشت کې راغلی دی. په راپور کې وئيل شوي دي د حزب ا... مبارزانو دتوغندیو د غور ا له ویرې پوله ایز زیاتره ښارګوټي له صهیونیسټي اوسیدونکو خالی شوي دي او بیرته ګرځیدا ته هیڅ ګروهنه نه لري. د حزب ا... غورځنګ په یوې وروستۍ اعلامی کې راغلي دي ، مبارزانو همدرااز په زدین ،المالکیه، او بیاض بلیدا غونډونه هم په مستقیم ډول د توغندیو په شیشت کې راوستي او ټارګټ کړي ئې دي.